Afghan Women's Network
AWN

Afghan Women's Network

پیام رئیس جمهور محمد اشرف غنی احمد زی

پیام رئیس جمهور محمد اشرف غنی احمد زی در گردهمائی اتحاد مدنی برای صلح که توسط محترمه عادله بهرام مشاور رئیس جمهور در امور جامعه مدنی قرائت گردید

بسم الله الرحمن الرحیم
د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس پیغام
په سوله کې ژوند کول د هیوادونو، ملتونو او ټولنو بشري حق دی. مانا دا چې سوله د هر انسان طبیعي حق دی. په مختلفو زمانو او تمدنونو کې لویو مفکرانو، اجتماعي مصلحانو او د خیر پلویانو د سولې په مفهوم غور کړی دی او د جنګ او خونریزي د بندیدو لارې چارې یې سنجولي دي. په اوسنۍ زمانه کې سولې ته توجه ځکه زیاته شوې ده چې یو خو وګړي له خپلو بشري حقونو لا زیات خبر شوي او بله دا چې د خطرناکو وسلو اختراع د جنګ عواقب لا خطرناک کړي دي. د شلمې پیړۍ په یوازې دوو نړیوالو جګړو کې په لسګونو میلیونه انسانان د ژوند له نعمته محروم شول. جنګ او تشدد یوازې په وروستیو څلورو کلونو کې د منځني ختیځ په اسلامي هیوادونو کې په سلګونو زره انسانان ووژل، په میلیونونو یې اواره کړل او په لسګونو میلیونه نور یې د کار، تعلیم، امنیت او ارام ژوند له حقه محروم وګرځول. هغه څه چې د جنګ او تشدد پلویانو له افغانستان سره وکړل او یا یې کوي، هغه هم له هیچا پټ پاتې نه دي.
په دې وروستیو لسیزو کې چې د کال یوه خاصه ورځ یعنې د سپتمبر یوویشتمه نیټه د سولې ورځ بلل شوې ده، دا یو تصادف نه بلکې د وخت لوی ضرورت دی. د خوشحالي ځای دی چې زموږ په ګران هیواد کې هم دغه ورځ لمانځل کیږي. د دې ورځ په مناسبت غونډې او بحثونه دا فرصت را منځ ته کوي چې د سولې په اهمیت او د جنګ په بدرنګیو یو ځل بیا غور وشي. جنګ نه یوازې د قتلونو بلکې په ټولنه کې د فقر او بیوزلي لوی عامل دی. جنګ چې د کرکې، کینې، تفرقې او بې رحمي تخم کري، د اخلاقو او معنویت د لارې خنډ ګرځي او د انسان له کرامت سره ستم کولو ته لار پرانیزي. موږ چې له تیرو څو لسیزو څخه د تحمیلي جنګ په اور کې سوځو، د سولې په قدر تر نورو ښه پوهیږو. له ټولو هغو کسانو مننه کوم چې د سولې د نړیوالې ورځې په لمانځغونډو کې یې برخه اخیستې او د شر په مقابل کې یې د خیر او د باطل په مقابل کې د حق اواز اوچت کړی دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس ، محمد اشرف غني


بسم الله الرحمن الرحیم
پیام رئیس جمهوری اسلامی افغانستان به مناسبت روز جهانی صلح


زندگی در صلح، حق بشری کشورها، ملت ها و جوامع است. به این معنا که صلح حق طبیعی هر انسان است.
در زمان ها و تمدن های مختلف، متفکران بزرگ، مصلحان اجتماعی و خیر اندیشان، به مفهوم صلح پرداخته و راه های جلو گیری از جنگ و خونریزی را سنجیده اند. در زمان حاضر، توجه به صلح به این دلیل زیاد شده است که از یکطرف مردم به حقوق بشری خویش بیشتر آگاه شده اند و از سوی دیگر اختراع سلاح های خطرناک، عواقب جنگ را خطرناکتر ساخته است. تنها در دو جنگ جهانی قرن بیستم، ده ها میلیون انسان از نعمت زندگی محروم شدند. جنگ و خشونت در چهار سال اخیر در کشورهای اسلامی شرق میانه صدها هزار انسان را به قتل رسانیده، میلیون ها انسان را اواره ساخته و از ده ها میلیون دیگر حق کار،‌ تعلیم،‌ امنیت و زندگی آرام را گرفته است. آنچه که طرفداران جنگ با افغانستان کردند و یا میکنند بر هیچ کسی مخفی نیست.
در این چند دههء اخیر یک روز مشخص سال، یعنی بیست و یکم سپتامبر به روز صلح نامگذاری شده است، این یک تصادف نه، بلکه ضرورت جدی زمان است. جای خوشحالی است که در کشور عزیز ما نیز این روز تجلیل می شود. مناسبت این روز و بحث های آن،‌ این فرصت را مساعد می سازد که بر اهمیت صلح و قباحت جنگ، یک بار دیگر توجه شود. جنگ نه تنها عامل قتل و کشتار، بلکه عامل کلان فقر و بدبختی نیز است. جنگ و خشونت که تخم نفاق، کینه و تفرقه را می کارد، مانع رشد اخلاق و معنویت می شود و راه های ستم بر کرامت انسانی را هموار میکند. ما که در آتش جنگ های تحمیلی چند دهه گذشته می سوزیم، به اهمیت صلح بیشتر از دیگران آگاه هستیم. از همه کسانی که در محافل گرامیداشت از روز جهانی صلح شرکت کرده اند و در برابر شر، صدای خیر و در برابر باطل صدای حق را بلند می کنند سپاسگزاری می کنم.

محمد اشرف غنی
رئیس جمهوری اسلامی افغانستان